د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ، په مزار شریف ښار کې ۴تنه له ۶۴کیلو ګرامه تریاکو سره یو ځای نیولي دي .
امنيتي چارواكي وايي، دغه توکي یې په روانه اوونۍ کې د بلخ ولایت په دخولي دروازه کې له څلورو کسانوسره یوځای ونیول چې غوښتل یې ۶۴ كېلو ترياك له بغلان ولایت څخه بلخ ولایت ته په یوکرولا موټر كې يوسي، خو د امنیتې ځواکونو لخوا تر پېژندنې وروسته ونیول شول.
د بلخ امنيه قومندان سيد كمال سادات وايي، د نيول شويو كسانو په ډله كې يو تن د بغلان اوسېدونكى او نور درې واړه د بلخ د چمتال اوسېدونكي دي: (( د مخدره توكو پر ضد د مبارزې مديريت دا څلور كسان داسې نيولي چې ترياك څلورو تنو په يو موټر كې انتقالول، بل موټر كې يې تعقيبي كس و، تر پېژندلو وروسته نيولي دي.)) د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ، په مزار شریف ښار کې ۴تنه له ۶۴کیلو ګرامه تریاکو سره یو ځای نیولي دي .
امنيتي چارواكي وايي، دغه توکي یې په روانه اوونۍ کې د بلخ ولایت په دخولي دروازه کې له څلورو کسانوسره یوځای ونیول چې غوښتل یې ۶۴ كېلو ترياك له بغلان ولایت څخه بلخ ولایت ته په یوکرولا موټر كې يوسي، خو د امنیتې ځواکونو لخوا تر پېژندنې وروسته ونیول شول.
د بلخ امنيه قومندان سيد كمال سادات وايي، د نيول شويو كسانو په ډله كې يو تن د بغلان اوسېدونكى او نور درې واړه د بلخ د چمتال اوسېدونكي دي: (( د مخدره توكو پر ضد د مبارزې مديريت دا څلور كسان داسې نيولي چې ترياك څلورو تنو په يو موټر كې انتقالول، بل موټر كې يې تعقيبي كس و، تر پېژندلو وروسته نيولي دي.))
سادات زياته كړه، د بلخ امنيه قومندانۍ د روان ۱۳۹۵ كال په لومړيو څلورو مياشتو كې ۱۱۲ اعشاريه ۹۰۱ كېلو ګرام هيروين، ۶۴ اعشاريه ۶۲۲ كېلو ګرامه ترياك، ۸ اعشاريه ۷۰۰ كېلو ګرامه چرس او ۹۶ ليټره الكولي مشروبات نيولي دي.


