ads

افغان لوبډلې، د ايرلنډ کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

د ايرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوهمه سيالي د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.د سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د اورښت له کبله ترسره نه شوه او د ټاکل شويو قوانينو له مخې مساوي اعلان شوه.د […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1395
افغان لوبډلې، د ايرلنډ کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

د ايرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوهمه سيالي د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
د سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د اورښت له کبله ترسره نه شوه او د ټاکل شويو قوانينو له مخې مساوي اعلان شوه.
د پرونۍ لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د سيالۍ په ۴۹ اعشاريه دوه اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف ورکړ، خو د ايرلنډ لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او د سيالۍ په ۴۸ اعشاريه دوه اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې كړې. د ايرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوهمه سيالي د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
د سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د اورښت له کبله ترسره نه شوه او د ټاکل شويو قوانينو له مخې مساوي اعلان شوه.
د پرونۍ لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د سيالۍ په ۴۹ اعشاريه دوه اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف ورکړ، خو د ايرلنډ لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او د سيالۍ په ۴۸ اعشاريه دوه اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې كړې.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې دا لوبه د ۳۹ منډو په توپير وګټله.
شهزاد محمدي، چې ۶۶ منډې يې جوړې كړې وې، د سيالۍ غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به درېيمه يو ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA