وروسته له هغې، چې په هندي کشمير کې له پوليسو سره نښتو کې ۳۰ کشميريان ووژل او ۴۵۰ نور ټپيان شول، د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند کمېشنر ورغوښتى دى.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چودري ويلي، هند په کشمير کې رياستي ترهګري پرمخ وړي، چې دوى به د هند وروستيو اقداماتو په اړه په ملګرو ملتونو کې شکايت وکړي. وروسته له هغې، چې په هندي کشمير کې له پوليسو سره نښتو کې ۳۰ کشميريان ووژل او ۴۵۰ نور ټپيان شول، د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند کمېشنر ورغوښتى دى.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چودري ويلي، هند په کشمير کې رياستي ترهګري پرمخ وړي، چې دوى به د هند وروستيو اقداماتو په اړه په ملګرو ملتونو کې شکايت وکړي.
د نوموړي په خبره، پر اعتراض کوونکو د پوليسو له لوري بريد ورته د منلو وړ نه دى.
په ورته وخت کې امريکايي چارواکو هم په کشمير کې د تازه پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړ هېوادونو يې غوښتي، چې مسايل د خبرو له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په هندي کشمير کې لاريونونو وروسته له هغې زور واخيست، چې د جيش المجاهدين يو قوماندان له هندي سرتېرو سره په نښته کې ووژل شو.


