ads

ملي امنيت په ننګرهار كې ۳ داعشي او ۳ طالب وسله وال نيولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو علمیاتو پرمهال شپږ تنه داعش او طالب وسله وال نیولي دي.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د یو لړ ځانګړو پلټنو پرمهال درې تنه […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1395
ملي امنيت په ننګرهار كې ۳ داعشي او  ۳ طالب وسله وال نيولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو علمیاتو پرمهال شپږ تنه داعش او طالب وسله وال نیولي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د یو لړ ځانګړو پلټنو پرمهال درې تنه داعش وسله وال طارق، ذبیح الله مشهور په ابو عمر او داود په حصارک ولسوالۍ کې نیولي دي.
خبرپاڼه وایي، درې تنه نور  په وسله والو طالبانو پورې تړلي کسان ګل ولي ، ضابت او نورالله چې مشهور په مصطفی و، له وسلو سره یو ځای نیول شوې دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو علمیاتو پرمهال شپږ تنه داعش او طالب وسله وال نیولي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د یو لړ ځانګړو پلټنو پرمهال درې تنه داعش وسله وال طارق، ذبیح الله مشهور په ابو عمر او داود په حصارک ولسوالۍ کې نیولي دي.
خبرپاڼه وایي، درې تنه نور  په وسله والو طالبانو پورې تړلي کسان ګل ولي ، ضابت او نورالله چې مشهور په مصطفی و، له وسلو سره یو ځای نیول شوې دي.
سرچینه وایي، نیول شويو وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
تر اوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.
دا وسله وال په داسې حال کې نیول کېږي، چې د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۶۰ داعش او طالب وسله وال وژل شوې دي او ګڼ نور یې ټپیان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA