د سولې عالي شورا وايي، دا مهال د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې خبرې درېدلي چې دوى يې بيا پيلېدو ته منتظر دي.
ددې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد له کليد سره په خبرو کې وويل، ددې خبرو دريدل د دواړو لوريو په ګټه نه دي او بايد ژر بيرته پېل شي.
شاهد زياته کړه، چې د دواړو لوريو لخوا د سولې تړون نهايي شوى او لاسليک ته چمتو دى: (( خبرې دمګړۍ درېدلي دي، موافقه دواړو لوريو ته د لاسليك لپاره استول شوې وه، دواړو خواو ته يې ضرر متوجه دى، حزب اسلامي لپاره خو يو فرصت و چې له نظام سره يو ځاى شي او خپله سياسي مبارزه پيل كړي.)) د سولې عالي شورا وايي، دا مهال د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې خبرې درېدلي چې دوى يې بيا پيلېدو ته منتظر دي.
ددې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد له کليد سره په خبرو کې وويل، ددې خبرو دريدل د دواړو لوريو په ګټه نه دي او بايد ژر بيرته پېل شي.
شاهد زياته کړه، چې د دواړو لوريو لخوا د سولې تړون نهايي شوى او لاسليک ته چمتو دى: (( خبرې دمګړۍ درېدلي دي، موافقه دواړو لوريو ته د لاسليك لپاره استول شوې وه، دواړو خواو ته يې ضرر متوجه دى، حزب اسلامي لپاره خو يو فرصت و چې له نظام سره يو ځاى شي او خپله سياسي مبارزه پيل كړي.))
اخوا د سولې د عالي شورا مرستيال عطاالرحمان سليم وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سولې په تړاو د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال عطاالرحمان سليم دا خبرې پرون د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته وکړې.
نوموړي وويل چې په دې کنفرانس کې به د اسلامي نړۍ مشهور عالمان په افغانستان کې د جنګ د دوام په اړه خپل نظر څرګند کړي.


