د غزني امنیتي سرچیني وایي، تېر ماښام يې د يو كمين په ترڅ كې آب بند ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي له دریو نورو وسله والو سره يو ځاى وژلی دی.
د غزني د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو تېرماښام شاوخوا ۷ بجي د دې ولایت د آب بند ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې یادي ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي ملا عبدالشکور له دریو کسانو سره وژلی دی. د غزني امنیتي سرچیني وایي، تېر ماښام يې د يو كمين په ترڅ كې آب بند ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي له دریو نورو وسله والو سره يو ځاى وژلی دی.
د غزني د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو تېرماښام شاوخوا ۷ بجي د دې ولایت د آب بند ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې یادي ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي ملا عبدالشکور له دریو کسانو سره وژلی دی.
د خبر پاڼي په حواله پولیسو د کشفي راپورونو پر بنسټ په یاده سیمه کې کمین نیولی و، چې عملیات یې سرتېرو ته له تلفاتو اوښتلو پرته په بریالیتوب سره ترسره شوي او د وسله والو اړوند یو موټر سایکل هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
خبرپاڼه کاږي، ملا عبدالشکور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د جمال خیلو اوسیدونکی و، چې له څو کلونو راهیسې یې وسله والو ته د قاضي په توګه دنده ترسره کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


