د امريكا د دفاع وزير اشټون كارټر په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلى دى.
ټاكل شوې ده، چې كاټر نن د ملي يووالي حكومت له مشرانو او همدارنګه له افغان او امريكايي نظامي چارواكو سره وګوري.
تراوسه د امريكا د دفاع وزير د سفر د اجنډا په اړه ډېر جزيات په لاس كې نشته، خو رپوټونه وايي، چې اشټون كارټر به افغانستان ته د سفر په مهال په دې هېواد كې د خپلو سرتېرو د ماموريت د دوام په اړه خبرې وكړي. د امريكا د دفاع وزير اشټون كارټر په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلى دى.
ټاكل شوې ده، چې كاټر نن د ملي يووالي حكومت له مشرانو او همدارنګه له افغان او امريكايي نظامي چارواكو سره وګوري.
تراوسه د امريكا د دفاع وزير د سفر د اجنډا په اړه ډېر جزيات په لاس كې نشته، خو رپوټونه وايي، چې اشټون كارټر به افغانستان ته د سفر په مهال په دې هېواد كې د خپلو سرتېرو د ماموريت د دوام په اړه خبرې وكړي.
نوموړى وروسته له هغې افغانستان ته سفر كوي، چې په دې وروستيو كې د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما په افغانستان كې د خپلو ۸۴۰۰ سرتېرو د پاتې كېدو موده تر ۲۰۱۷ كاله وغځوله.
بل خوا امريكا د وارسا په غونډه كې ژمنه وكړه، چې له افغان امنيتي ځواكونو سره به تر ۲۰۲۰ كاله پورې هر كال درې نيم ميليارد ډالره مرسته وكړي.


