ads

خوږياڼو كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه ۹ طالبان مړه، ۵ تپيان

د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خېلو، مورګۍ او ژوره نورک سيمو کې د کورنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له كبله نهه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د دوشنبې په ورځ […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1395
خوږياڼو كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه ۹ طالبان مړه، ۵ تپيان

د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خېلو، مورګۍ او ژوره نورک سيمو کې د کورنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له كبله نهه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته ترسره شوي او په ترڅ کې يې د طالبانو درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللې دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شويو طالبانو کې يو شمېر پاکستانيان هم شامل دي. د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خېلو، مورګۍ او ژوره نورک سيمو کې د کورنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له كبله نهه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه بريدونه د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته ترسره شوي او په ترڅ کې يې د طالبانو درنې او سپکې وسلې هم له منځه تللې دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شويو طالبانو کې يو شمېر پاکستانيان هم شامل دي.
سرچينه زياتوي، چې په ترسره شويو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواكونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA