ads

حيات: د وارسا د مرستو ډېره برخه هلمند ته وركول كېږي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د وارسا كنفرانس پر مهال له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو ډېره برخه به د هلمند د امنيت لپاره لګول كېږي.حيات د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، د نړيوالې ټولنې او افغان حكومت تر منځ د باور فضا زياته شوې او مركزي حكومت هم د […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1395
حيات: د وارسا د مرستو ډېره برخه هلمند ته وركول كېږي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د وارسا كنفرانس پر مهال له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو ډېره برخه به د هلمند د امنيت لپاره لګول كېږي.
حيات د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، د نړيوالې ټولنې او افغان حكومت تر منځ د باور فضا زياته شوې او مركزي حكومت هم د هلمند ولايتي ادارې  ته ډاډ وركړى چې د دې ولايت ستونزې په كنفرانس كې يادې شوي او ډېر ژر به ورته د پاى ټكى كېږدي. د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د وارسا كنفرانس پر مهال له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو ډېره برخه به د هلمند د امنيت لپاره لګول كېږي.
حيات د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، د نړيوالې ټولنې او افغان حكومت تر منځ د باور فضا زياته شوې او مركزي حكومت هم د هلمند ولايتي ادارې  ته ډاډ وركړى چې د دې ولايت ستونزې په كنفرانس كې يادې شوي او ډېر ژر به ورته د پاى ټكى كېږدي.
د حيات په خبره هلمند د خپل ستراتيژيك موقعيت له مخې نړيوالو او افغان حكومت ته ځانګړى اهميت لري چې په وينا يې له دې وروسته به يې د امنيت تر څنګ اقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه وشي: (( د نويو مرستو په ترلاسه كولو به له يوې خوا د خيالي پوليسو او د ملي اردو د خيالي سرتېرو د تشكيلاتو مخه هم ونيول شي، همدا راز به ورسره زموږ د جنګي تجهيزاتو او وسايلو اړتياوې هم پوره شي.))
حيات زياته كړه، په هلمند ولايت كې د وسله والو پر ضد د خنجر صفر ۱۳ عمليات هم په برياليتوب سره روان دي او د پلان له مخې به يو شمېر سيمې له وسله والو څخه ډېر ژر پاكې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA