ads

جمهور رئيس غني: سل په سلو کې غواړم، چې پارلماني ټاکنې ترسره شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار كوي، خو په وينا يې د دې كار لپاره بايد مناسب شرايط برابر شي.د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس  غني تېر مازديګر د جمهوري رياست عالي مقام سلاکارانو، يو شمېر مشرانو او علماوو ته د […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1395
جمهور رئيس غني: سل په سلو کې غواړم، چې پارلماني ټاکنې ترسره شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار كوي، خو په وينا يې د دې كار لپاره بايد مناسب شرايط برابر شي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس  غني تېر مازديګر د جمهوري رياست عالي مقام سلاکارانو، يو شمېر مشرانو او علماوو ته د حکومت د تېرو کړنو، لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د وارسا ناستې په اړه معلومات ورکړل. جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار كوي، خو په وينا يې د دې كار لپاره بايد مناسب شرايط برابر شي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس  غني تېر مازديګر د جمهوري رياست عالي مقام سلاکارانو، يو شمېر مشرانو او علماوو ته د حکومت د تېرو کړنو، لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د وارسا ناستې په اړه معلومات ورکړل.
د سرچينې په وينا، د هېواد جمهور رئيس څرګنده کړه، چې سل په سلو کې غواړي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي، خو په خبره يې د دې كار لپاره بايد مناسب شرايط برابر شي، ترڅو ټاکنې په سمه توګه وشي.
سرچينه زياتوي، چې جمهور رئيس غني په دې برخه کې د هېواد د ټولو مشرانو، ديني علماوو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو هڅې مهمې وبللې.
د اساسي قانون له مخې، پارلماني ټاكنې بايد د تېر كال له چنګاښ مياشتې وړاندې ترسره شوې واى، خو د ملي يووالي حكومت په دې كار بريالى نه شو او د ولسي جرګې د غړو د كار موده يې د ټاكنو ترسره كېدو پورې وغځوله.
بل خوا د ټاكنو ترسره كېدل په ټاكنيز نظام كې اصلاحاتو پورې تړاو لري، خو د نږدې دوو كلونو په تېرېدو سره هم د حكومت مشران د دغو اصلاحاتو په رامنځته كولو بريالي شوي نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA