ads

جان كربي: د ترهګرۍ پر ضد د پاكستان او افغانستان ګډې مبارزې ته اړتيا ده

امريکا له پاکستانه غوښتي، چې ډيورنډ پولې ته نيږدې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي پرون په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې د ډيورنډ پولې دواړه غاړې اوس هم د ترهګريزو ډلو لپاره امن سيمې بلل کېږي.نوموړي زياته كړه، چې دوى پوهېږي د ترهګرو د له […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1395
جان كربي: د ترهګرۍ پر ضد د پاكستان او افغانستان ګډې مبارزې ته اړتيا ده

امريکا له پاکستانه غوښتي، چې ډيورنډ پولې ته نيږدې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي پرون په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې د ډيورنډ پولې دواړه غاړې اوس هم د ترهګريزو ډلو لپاره امن سيمې بلل کېږي.
نوموړي زياته كړه، چې دوى پوهېږي د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره افغانستان او پاکستان هڅې کوي، خو په وينا يې دغه هڅو تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې او په ټوله کې د ترهګرو ځالې له منځه نه دي وړل شوي. امريکا له پاکستانه غوښتي، چې ډيورنډ پولې ته نيږدې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي پرون په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې د ډيورنډ پولې دواړه غاړې اوس هم د ترهګريزو ډلو لپاره امن سيمې بلل کېږي.
نوموړي زياته كړه، چې دوى پوهېږي د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره افغانستان او پاکستان هڅې کوي، خو په وينا يې دغه هڅو تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې او په ټوله کې د ترهګرو ځالې له منځه نه دي وړل شوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، د ډيورنډ کرښې د نقشو په اړه دوى نه غږېږي، بلکې بايد دا وليدل شي، چې د ترهګرو په ضد پاکستان کوم اقدامات کړي دي.
نوموړي په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان پر ګډ کار کولو ټينګار وکړ.
تر دې وړاندې امريکايي سناتورانو ويلي وو، په پاکستان کې ترهګرې ډلې تجهيز او روزل کېږي، چې د جګړې لپاره افغانستان ته واستول شي.
دغه راز پرون جمهور ريس غني هم له پاکستانه وغوښتل، چې د افغان دولت مخالفې وسله والې ډلې دې له خپلې خاورې وباسي.
بل خوا ټاکل شوې د امريکا د کانگرس د بهرنيو چارو کمېټه نن په دې بحث وکړي، چې آيا پاکستان د امريکا دوست کېدلى شي او که دښمن.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA