رپوټونه وايي، د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځانګړو ځواکونو پرون هرمز تنګي ته وروسته له هغې پنځه جنګي بېړۍ واستولې، چې په سيمه کې يې د امريکايي جنګي بېړيو تحرکات وليدل.
رويټرز خبري اژانس نن سهار د ايراني چارواکو له قوله ويلي، چې يادې بېړۍ په هرمز تنګي کې امريکايي بېړۍ ته نيږدې استول شوې دي.
ايراني پوځي چارواکو ويلي، چې په ياده بېړۍ کې د امريکا يو جنرال هم موجود دى.
په هرمز تنګي کې تر دې وړاندې هم ايراني او امريکايي بېړۍ سره مخامخ شوې وې.
څو مياشتې وړاندې د ايراني ځواکونو له خوا د لنډ وخت لپاره يو شمېر امريکايان هم ونيول شول، چې وروسته بېرته خوشې کړاى شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ