د امريکا ميشيګن ايالت څخه رپوټونه وايي، چې يو وسله وال کس په يوه محکمه کې ډزې کړي، دوه پوليس يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د ميشيګن ايالت يو چارواکي پال بيلي ويلي، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.
ياد کس يو بندي ښودل شوى، چې د محاکمې په مهال يې له پوليسو ټوپک اخيستى او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دا بريد په داسې حال کې ترسره شوى، چې څو ورځې وړاندې د يو تورپوستي امريکايي له خوا پنځه سپين پوستي امريکايان ووژل او يو شمېر نور ټپيان شول. د امريکا ميشيګن ايالت څخه رپوټونه وايي، چې يو وسله وال کس په يوه محکمه کې ډزې کړي، دوه پوليس يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د ميشيګن ايالت يو چارواکي پال بيلي ويلي، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.
ياد کس يو بندي ښودل شوى، چې د محاکمې په مهال يې له پوليسو ټوپک اخيستى او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دا بريد په داسې حال کې ترسره شوى، چې څو ورځې وړاندې د يو تورپوستي امريکايي له خوا پنځه سپين پوستي امريکايان ووژل او يو شمېر نور ټپيان شول.
دغه راز د امريکا په يو شمېر ايالتونو کې له تورپوستو څخه په ننګه پراخ لاريونونه دوام لري، چې په يو شمېر سيمو کې د اخ و ډب رپوټونه هم ورکړل شوي دي.


