د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوليسو سره د اعتراض کوونکو په تازه نښتو کې څلور نور کسان وژل شوي دي.
اعتراض کوونکو له وړمې ورځې راهيسې د کشميري مشر برهان واني د وژلو په غبرګون كې پراخ اعتراضونه پيل کړي دي.
برهان واني د جيش المجاهدين ډلې مهم قوماندان بلل کېده، چې له پوليسو سره په يوه نښته کې ووژل شو.
اعتراض کوونکو د پوليسو يو موټر هم سيند ته غورځولى، چې له كبله يې دوه پوليس وژل شوي او تر دې وړاندې اعتراض کوونکو د پوليسو درېيو پوستو ته اور اچولى و. د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوليسو سره د اعتراض کوونکو په تازه نښتو کې څلور نور کسان وژل شوي دي.
اعتراض کوونکو له وړمې ورځې راهيسې د کشميري مشر برهان واني د وژلو په غبرګون كې پراخ اعتراضونه پيل کړي دي.
برهان واني د جيش المجاهدين ډلې مهم قوماندان بلل کېده، چې له پوليسو سره په يوه نښته کې ووژل شو.
اعتراض کوونکو د پوليسو يو موټر هم سيند ته غورځولى، چې له كبله يې دوه پوليس وژل شوي او تر دې وړاندې اعتراض کوونکو د پوليسو درېيو پوستو ته اور اچولى و.
د هندي کشمير د مرکز سرينګر په ګډون د جنوبي کشمير په يو شمېر سيمو کې ګرځبنديز لګول شوى دى.
هندي چارواکو کشمير ته له نوي ډيلي څخه زرګونه سرتېري د الوتکو په مټ انتقال كړي، ترڅو د روان تاوتريخوالي په وړاندې مقابله وکړي.


