د هیواد لوې درستیز امر کړی، چې په ټول ځواک سره دې په ننګرهار کې د حکومت وسله وال مخالفین وځپل شي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله وال پوځ لوى درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم نن په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د VTC کنفرانس له لارې د ننګرهار والي سلیم کندوزي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال محمد زمان وزیري، د پولیسو ۲۰۲ شمشاد زون قومندان، ننګرهار امنیه قومندان، د سرحدي پولیسو او عامه نظم قومندانانو، د ننګرهار د ملي امنیت ریاست مرستیال او یو شمیر نورو چارواکو څخه د ننګرهار وروستي امنیتي وضعیت په اړه معلومات غوښتلو ترڅنګ امر وکړ، چې په ننګرهار کې داعش او طالب وسله وال سخت وځپل شي. د هیواد لوې درستیز امر کړی، چې په ټول ځواک سره دې په ننګرهار کې د حکومت وسله وال مخالفین وځپل شي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله وال پوځ لوى درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم نن په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د VTC کنفرانس له لارې د ننګرهار والي سلیم کندوزي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال محمد زمان وزیري، د پولیسو ۲۰۲ شمشاد زون قومندان، ننګرهار امنیه قومندان، د سرحدي پولیسو او عامه نظم قومندانانو، د ننګرهار د ملي امنیت ریاست مرستیال او یو شمیر نورو چارواکو څخه د ننګرهار وروستي امنیتي وضعیت په اړه معلومات غوښتلو ترڅنګ امر وکړ، چې په ننګرهار کې داعش او طالب وسله وال سخت وځپل شي.
په خبر پاڼه کې د لوى درستیز له قوله ویل شوې، چې د ځمکني ځواک د لا پیاوړتيا ترڅنګ به ځانګړې نورې الوتکې هم ۲۰۱ سيلاب قول اردو ته په واک کې ورکړي.


