د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې یې د روانو شاهین ۱۸ علمیاتو پرمهال ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو كې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د روانو شاهین ۱۸ چاڼیزو عملیاتو پرمهال د لاغرجو په سیمه کې د توپچي او هوایي بریدونو له كبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان شوي دي. د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې یې د روانو شاهین ۱۸ علمیاتو پرمهال ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو كې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د روانو شاهین ۱۸ چاڼیزو عملیاتو پرمهال د لاغرجو په سیمه کې د توپچي او هوایي بریدونو له كبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وایي، په دغو بریدونو کې د داعش وسله والو یو سرګروپ میراجان هم وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د یادو بریدونو پر مهال د داعش وسله والو یو شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


