ads

كندوز، ځانګړو ځواكونو د ماينونو يو ډيپو او موټر له منځه وړى، ۱۱ وسله وال بنديان

د کندز ولایت امنیتي مسوولین وایي، د وسله والو طالبانو د ماینونو یو مهم ډیپو او هغه موټر چې له چاودیدونکو مهماتو ډک و او غوښتل یې چې د کندز په ښار کې ورته چاودنه ورکړي له منځه وړل شوى دى. په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان لوی […]

نویسنده: TKG
21 چنګاښ 1395
كندوز، ځانګړو ځواكونو د ماينونو يو ډيپو او موټر له منځه وړى، ۱۱ وسله وال بنديان

د کندز ولایت امنیتي مسوولین وایي، د وسله والو طالبانو د ماینونو یو مهم ډیپو او هغه موټر چې له چاودیدونکو مهماتو ډک و او غوښتل یې چې د کندز په ښار کې ورته چاودنه ورکړي له منځه وړل شوى دى.
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال کلید ته وویل، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کندوز ښار اړوند د ګل تپه په عیسی خیلو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو یو ډاټسن موټر، ۸ عراده موټر سایکلونه، د ماینونو یو لوی ډیپو او یو عراده له چاودیدونکو مهاتو ډک موټر له منځه وړل شوي دي. د کندز ولایت امنیتي مسوولین وایي، د وسله والو طالبانو د ماینونو یو مهم ډیپو او هغه موټر چې له چاودیدونکو مهماتو ډک و او غوښتل یې چې د کندز په ښار کې ورته چاودنه ورکړي له منځه وړل شوى دى.
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال کلید ته وویل، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کندوز ښار اړوند د ګل تپه په عیسی خیلو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو یو ډاټسن موټر، ۸ عراده موټر سایکلونه، د ماینونو یو لوی ډیپو او یو عراده له چاودیدونکو مهاتو ډک موټر له منځه وړل شوي دي.
کامه وال زیاته کړه، د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
د کندوز یو شمیر اوسیدونکي له دغو عملیاتو خوښ بریښي او له دولت غواړي چې خپلو عملیاتو ته د وسله والو طالبانو پر وړاندې دوام ورکړي.
د کندوز ولایت امنیتي مسوولین هم پر خپلو عملیاتو ټینګار کوي او  زیاتوي چې د دوی عملیات به د وسله والو طالبانو پر وړاندې  دوام ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA