د كندهار د عامې روغتيا چارواكي وايي، په كندهار كې د تېر كوچني اختر په ورځو كې د ټرافيكي پېښو له كبله ۲ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپيان ور وړل شوي دي.
دوى وايي، په کندهار کې د موټروانانو د بې احتياطۍ له كبله هر اختر د ټرافيکي پيښو کچه لوړېږي خو په تېر کوچني اختر کي د ترافيکي پيښو ځاني تلفات تر نورو كلونو زيات وو.
دا وار د ټرافيكي پېښو زيات قربانيان هغه دي چې مېلو ته د تګ پر مهال يې له خپلو نقليه وسايطو سره بې احتياطي كړې وه. د كندهار د عامې روغتيا چارواكي وايي، په كندهار كې د تېر كوچني اختر په ورځو كې د ټرافيكي پېښو له كبله ۲ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپيان ور وړل شوي دي.
دوى وايي، په کندهار کې د موټروانانو د بې احتياطۍ له كبله هر اختر د ټرافيکي پيښو کچه لوړېږي خو په تېر کوچني اختر کي د ترافيکي پيښو ځاني تلفات تر نورو كلونو زيات وو.
دا وار د ټرافيكي پېښو زيات قربانيان هغه دي چې مېلو ته د تګ پر مهال يې له خپلو نقليه وسايطو سره بې احتياطي كړې وه.
د میرویس حوزوي روغتون سر طبیب ډاکټر علي احمد قانع کلید راډيو ته وویل، د اختر په دريو ورځو کي ۱۲۸ تنه ور وړل شوي، چي دوه يې مړه او نور ټپيان وو: ((په ټپيانو کې ۱۷ ښځې او ۳۵ کوچنيان هم شامل دي. د ډېرو يې لاسونه او پښې ماتې دي، چې ګڼ شمېر يې لا تر اوسه روغتون كې بستر دي.))
په کندهار کي ډيرو رسنيو له اختر مخکي راپورونه خپاره کړي وو چې چارواكي بايد په اختر کې د ترافيکي پيښو د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي، خو امنيتي مسوولينو ويل، په دې برخه کي ډېر مسؤوليت د کورنيو د مشرانو دی.


