د کاپيسا ولايت د دويم کوهستان په كارېزك سيمه كې تېره شپه په ولسي جرګه کې د کوچيانو د استازي حبيب افغان، د جميل په نوم ساتونکى د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، په ځوابي ډزو كې طالب قوماندان عبيدالله هم وژل شوى، چې له دولسو کلونو راهيسې يې په دې ولايت كې وسله وال فعاليت کاوه.
د نوموړي په وينا، د حبيب افغان د ساتونکي ورور هم نښته كې ټپي شوى، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د يادونې وړ ده، چې په روانه مياشت کې د کاپيسا په مرکز کې د ولسي جرګې د غړي اقبال ساپي يو ساتونکى هم د نامعلومو کسانو له خوا د شپې په مهال وژل شوى و. د کاپيسا ولايت د دويم کوهستان په كارېزك سيمه كې تېره شپه په ولسي جرګه کې د کوچيانو د استازي حبيب افغان، د جميل په نوم ساتونکى د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، په ځوابي ډزو كې طالب قوماندان عبيدالله هم وژل شوى، چې له دولسو کلونو راهيسې يې په دې ولايت كې وسله وال فعاليت کاوه.
د نوموړي په وينا، د حبيب افغان د ساتونکي ورور هم نښته كې ټپي شوى، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د يادونې وړ ده، چې په روانه مياشت کې د کاپيسا په مرکز کې د ولسي جرګې د غړي اقبال ساپي يو ساتونکى هم د نامعلومو کسانو له خوا د شپې په مهال وژل شوى و.


