د خوست ښار اړوند د شهيد مطيع الله لېسه کې د يوې چاودنې له كبله څلور تنه ټپيان شول.
د شهيد مطيع الله لېسې يوه زده کوونکي اصف کليد ته وويل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې په داسې حال کې وشوه، چې زده کوونکي درسي ساعت پيلولو ته په تياري بوخت وو.
بل خوا د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختيار وايي، چې چاودنه د شهيد مطيع الله لېسې په يوه ټولګي کې شوې ده. د خوست ښار اړوند د شهيد مطيع الله لېسه کې د يوې چاودنې له كبله څلور تنه ټپيان شول.
د شهيد مطيع الله لېسې يوه زده کوونکي اصف کليد ته وويل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې په داسې حال کې وشوه، چې زده کوونکي درسي ساعت پيلولو ته په تياري بوخت وو.
بل خوا د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختيار وايي، چې چاودنه د شهيد مطيع الله لېسې په يوه ټولګي کې شوې ده.
هغه زياتوي، چاودېدونکي توکي د شپې له خوا په ټولګي کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنې له كبله يې څلور تنه ټپيان شوي دي.
د بختيار په وينا، په ټپيانو کې يو ښوونکى او درې زده کوونکي شامل دي.
نوموړى وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
ځينو سرچينو کليد ته وويل، چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.


