ads

د جلال اباد د امنيت لپاره به له دې وروسته ځانګړې قطعه فعاليت كوي

د ننګرهار ولایتي چاروکي وایي، د دې ولايت د نظامي شورا د پرېكړې له مخې د ښار د امنیت لپاره  يوه ځانګړې قطعه په دنده ګمارل شوې ده.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پرېكړه د ولایت په نظامي شورا کې شوې چې مشري […]

نویسنده: TKG
21 چنګاښ 1395
د جلال اباد د امنيت لپاره به له دې وروسته ځانګړې قطعه فعاليت كوي

د ننګرهار ولایتي چاروکي وایي، د دې ولايت د نظامي شورا د پرېكړې له مخې د ښار د امنیت لپاره  يوه ځانګړې قطعه په دنده ګمارل شوې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پرېكړه د ولایت په نظامي شورا کې شوې چې مشري یې والي سلیم کندوزي کوله، د شورا د پرېكړې له مخې په جلال اباد ښار کې به له دې وروسته د یو شمېر غیر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره ځانګړې قطعه فعاليت كوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې والي په ټولو امنیتي ارګانونو، د ملکي ادار پر مسوولینو، د ولسي جرګې او ولایتي شورا پر غړو او د دغه ولایت پر ټولو مخورو باندې غږ کړی چې په جلال اباد ښار کې د تګ راتګ پر مهال هغه وسلې او موټرې وګرځوي، چې قانوني اسناد ولري. د ننګرهار ولایتي چاروکي وایي، د دې ولايت د نظامي شورا د پرېكړې له مخې د ښار د امنیت لپاره  يوه ځانګړې قطعه په دنده ګمارل شوې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پرېكړه د ولایت په نظامي شورا کې شوې چې مشري یې والي سلیم کندوزي کوله، د شورا د پرېكړې له مخې په جلال اباد ښار کې به له دې وروسته د یو شمېر غیر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره ځانګړې قطعه فعاليت كوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې والي په ټولو امنیتي ارګانونو، د ملکي ادار پر مسوولینو، د ولسي جرګې او ولایتي شورا پر غړو او د دغه ولایت پر ټولو مخورو باندې غږ کړی چې په جلال اباد ښار کې د تګ راتګ پر مهال هغه وسلې او موټرې وګرځوي، چې قانوني اسناد ولري.
د ننګرهار ولایتي اداره په جلال اباد ښار کې د امنیت د تامین په موخه د دغه تازه ګام پریکړه په داسې حال كې كړې، چې په دې وروستیو کې د دغه ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA