د خیبر پښتونخوا د پيښور ښار د خصوصي روغتونونو مسولین وايي، چې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر وروستۍ نښتې وروسته یې په کاروبار کې ۵۰ فيصده کموالی راغلی دی.
دوی وايي، روغتونونو ته یې د ورتلونکو ناروغانو له ډلې ۵۰ فيصده افغانان وو، چې اوس له تورخم پولې هاخوا نه پریښودل کیږي.
د پيښور ښار د نارټ ویسټ روغتون یو موظف ډاکټر طارق خان رسنیو ته ویلي، چې د تورخم له نښتې وروسته یاد روغتون ته د مراجعینو په ورتګ کې د نورو میاشتو پر خلاف ۵۰ فيصده کموالی راغلی دی. د خیبر پښتونخوا د پيښور ښار د خصوصي روغتونونو مسولین وايي، چې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر وروستۍ نښتې وروسته یې په کاروبار کې ۵۰ فيصده کموالی راغلی دی.
دوی وايي، روغتونونو ته یې د ورتلونکو ناروغانو له ډلې ۵۰ فيصده افغانان وو، چې اوس له تورخم پولې هاخوا نه پریښودل کیږي.
د پيښور ښار د نارټ ویسټ روغتون یو موظف ډاکټر طارق خان رسنیو ته ویلي، چې د تورخم له نښتې وروسته یاد روغتون ته د مراجعینو په ورتګ کې د نورو میاشتو پر خلاف ۵۰ فيصده کموالی راغلی دی.
د پيښور ښار د رحمن روغتون یو ډاکټر هم رسنیو ته ویلي، چې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې په ډراماتیک ډول د ناروغانو شمیر کمیده؛ خو د تورخم پيښې پرې ځانګړی تاثیر غورځولی دی.
یو بل داکټر چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، رسنیو سره په خبرو کې یې د افغانانو په اړه د پاکستان پر نیت اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، تر ټولو مهمه دا ده چې پاکستان او افغانستان په خپل منځ کې ښه نیت ولري، چې دا د دواړو خواو په اړیکو تاثیر کوي.
دا په داسی حال کې ده چې د افغان ناروغانو کمیدل نه یواځی په روغتونو بده اغیزه کړي بلکې دی مسلی په پيښور کې په نور مهمو برخو لکه میلمستونونو ، درمل پلورنځیو او تراسپورټي خدماتو خپل ځانګړي تاثیرات غورځولې دي.
د افغانستان د سرحدي ساتونکو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې په وروسته له هغه پيل شوې، چې پاکستان غوښتل په تورخم کې دروازه جوړه کړي او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله؛ خو تر دغو نښتو وروسته د پاکستان له خوا د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د دروازې د جوړولو کار اوس هم دوام لري.
په ورته وخت کې افغانستان د پاکستان له خوا دا اقدام وغنده او دغه کار یې يو اړخيزه عمل و باله. افغان حکومت په دي ټیګار کوي، چې بايد د ډيورنډ د صفرې نقطې په اوږدو کې هر کار باید دوه اړخیزه کار وي او له پيل دمخه په نوموړې موضع د دواړو هیوادونو موافقه وي.


