د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه، چې ټاكل شوې وه، چې د يكشنبې په ورځ ترسره شي، د باران له كبله لغوه شوه.
دا لوبې په ايرلنډ كې ترسره كېږي او دويمه لوبه به سبا د افغانستان په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او ۱۵ دقيقې پيل شي.
تر دې مخكې د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه هم د باران له كبله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه، خو په دويمه لوبه كې افغانستان سكاټلنډ ته په ۷۸ منډو ماتې وركړه. د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه، چې ټاكل شوې وه، چې د يكشنبې په ورځ ترسره شي، د باران له كبله لغوه شوه.
دا لوبې په ايرلنډ كې ترسره كېږي او دويمه لوبه به سبا د افغانستان په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او ۱۵ دقيقې پيل شي.
تر دې مخكې د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه هم د باران له كبله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه، خو په دويمه لوبه كې افغانستان سكاټلنډ ته په ۷۸ منډو ماتې وركړه.
تر ايرلنډ وروسته د افغانستان د كركټ ملي لوبډله هالنډ ته ځي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره به د انټرکانټنينټل کپ سياليو په لړ کې څلور ورځنۍ لوبه ترسره كړي.


