ads

خوست: په يو ښوونځي كې چاودنې ۵ زده كوونكي او يو ښوونكى ټپي كړى

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د خوست ښار په يوه ښوونځي كې چاودنې پنځه زده كوونكي او يو ښوونكى ټپيان كړي دي.دا چاودنه د خوست ښار اړوند د شهيد مطيع الله لېسه کې شوې ده.د دې لېسې يوه زده کوونکي اصف کليد ته وويل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې په داسې حال […]

نویسنده: TKG
21 چنګاښ 1395
خوست: په يو ښوونځي كې چاودنې ۵ زده كوونكي او يو ښوونكى ټپي كړى

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د خوست ښار په يوه ښوونځي كې چاودنې پنځه زده كوونكي او يو ښوونكى ټپيان كړي دي.
دا چاودنه د خوست ښار اړوند د شهيد مطيع الله لېسه کې شوې ده.
د دې لېسې يوه زده کوونکي اصف کليد ته وويل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې په داسې حال کې وشوه، چې زده کوونکي درسي ساعت پيلولو ته په تياري بوخت وو. د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د خوست ښار په يوه ښوونځي كې چاودنې پنځه زده كوونكي او يو ښوونكى ټپيان كړي دي.
دا چاودنه د خوست ښار اړوند د شهيد مطيع الله لېسه کې شوې ده.
د دې لېسې يوه زده کوونکي اصف کليد ته وويل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې په داسې حال کې وشوه، چې زده کوونکي درسي ساعت پيلولو ته په تياري بوخت وو.
بل خوا د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختيار وايي، چې چاودنه د شهيد مطيع الله لېسې په يوه ټولګي کې شوې ده.
هغه زياتوي، چاودېدونکي توکي د شپې له خوا په ټولګي کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA