ads

خان ولي عادل: په بدو كې زما كور ته د راتلونكې وريندارې واده نه منم

خان ولي عادل هغه څوک چې له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راپدېخوا له پکتیا کابل ته راغلی او د ملي شورا ودانۍ ته نږدې یې په بدو کې د نجونو د ورکړې او جبري ودونو د مخنیوي لپاره د تحصن کېږدۍ درولې وايي، که په بدو كې د دوى كور ته د راتلونكې ناوې […]

نویسنده: TKG
21 چنګاښ 1395
خان ولي عادل: په بدو كې زما كور ته د راتلونكې وريندارې واده نه منم

خان ولي عادل هغه څوک چې له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راپدېخوا له پکتیا کابل ته راغلی او د ملي شورا ودانۍ ته نږدې یې په بدو کې د نجونو د ورکړې او جبري ودونو د مخنیوي لپاره د تحصن کېږدۍ درولې وايي، که په بدو كې د دوى كور ته د راتلونكې ناوې د واده مخه ونه نيول شي، نو ژوند به یې له ډېر تاوتریخوالي او کړاوونو سره مخ شي.
عادل د دوشنبې په ورځ له کلید سره په ځانګړې مرکه کې دا خبره داسې واضح کړه: (( په راتلونکو څو ورځو کې به هغه نجلۍ چې زما یو ورور ته په بدو کې په نوم شوې وه اوس مې ورور وفات شوى، خو دا ۱۲ کلنه نجلۍ زما بل ورور ته چې هغه ۳۰ کاله عمر لري بله ښځه هم لري، ورته واده شي، چې نجلۍ هم هېڅ رضایت نه لري، خو زموږ کورنۍ او د کلي سپین ږیرو دا فیصله کړې، اوس زموږ کورنۍ وايي که نجلۍ رضایت ولري که نه، دا زموږ مال دی که په زور وي، که په رضا نو خپل کور ته یې راولو.)) خان ولي عادل هغه څوک چې له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راپدېخوا له پکتیا کابل ته راغلی او د ملي شورا ودانۍ ته نږدې یې په بدو کې د نجونو د ورکړې او جبري ودونو د مخنیوي لپاره د تحصن کېږدۍ درولې وايي، که په بدو كې د دوى كور ته د راتلونكې ناوې د واده مخه ونه نيول شي، نو ژوند به یې له ډېر تاوتریخوالي او کړاوونو سره مخ شي.
عادل د دوشنبې په ورځ له کلید سره په ځانګړې مرکه کې دا خبره داسې واضح کړه: (( په راتلونکو څو ورځو کې به هغه نجلۍ چې زما یو ورور ته په بدو کې په نوم شوې وه اوس مې ورور وفات شوى، خو دا ۱۲ کلنه نجلۍ زما بل ورور ته چې هغه ۳۰ کاله عمر لري بله ښځه هم لري، ورته واده شي، چې نجلۍ هم هېڅ رضایت نه لري، خو زموږ کورنۍ او د کلي سپین ږیرو دا فیصله کړې، اوس زموږ کورنۍ وايي که نجلۍ رضایت ولري که نه، دا زموږ مال دی که په زور وي، که په رضا نو خپل کور ته یې راولو.))
له خان ولي عادل څخه مو وپوښتل، چې له دې تحصن او فعاليته یې هدف څه دی؟ ځواب يې ډېر جالب و، هغه وويل، موخه يې دا ده چې پکتیا کې پر سیمه ییز حکومت یا په مرکز کې پر مرکزي حکومت غږ وکړم چې دې ټکي ته متوجې شي او د دا ډول ودونو مخه ونيسي: (( د دې واده مخه دې ونيسي، که زه پخپلې دې ادعا کې درواغجن وم نو ماته دې سزا راکړي، خو که بیا هم حکومت کوم ګام پورته نه کړ، نو زه به پخپله د نورو ادارو په مرسته چې په دې برخه کې کار کوي د یاد واده د مخنیوي هڅه وکړم.))
د خان ولي عادل د خبرو پر بنسټ، کلونه وړاندې په پکتیا کې د دوی او د تره د کورنۍ ترمنځ یې په یوې شخړه کې خپل ورور او تره زوی ووژل شول.
عادل اوس وايي، د کلي سپین ږيرو، مخورو او دواړو کورنیو پرېکړه وکړه، چې دا دښمني به یو بل ته په بدو کې د لورګانو په ورکړه ختمه شي.
هغه زياتوي، د همدې پرېکړې پر بنسټ یې د تره کورنۍ ته یوه خور ورکړه او په مقابل کې یې هم د خپل تره لور، چې په هغه وخت کې دوه کلنه وه، خپل ورور ته په نوم کړه.
د عادل په وينا، خور یې څه وخت وروسته کونډه شوه او د تره کورنۍ یې هغه په بل چا د پيسو په بدل کې وپلورله، خو وايي اوس یې د خور ژوند د تره د کورنۍ په پرتله ښه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA