ads

امنيتي ځواكونو په لغمان كې دوه غير قانوني مخابراتي دستګاوې نيولې دي

د لغمان ولايت په مركز مهترلام کې امنيتي ځواکونو او د غير قانوني مخابراتي خدمتونو د مخنيوي کمېسيون د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې هغه دوه پايې غير قانوني سيم باکسونه او نور تخنيکي وسايل له يو تورن كس سره ونيول، چې د ټيليفوني اړيکو له لارې يې په غير قانوني توګه پيسې ترلاسه کولې.د […]

نویسنده: TKG
21 چنګاښ 1395
امنيتي ځواكونو په لغمان كې دوه غير قانوني مخابراتي دستګاوې نيولې دي

د لغمان ولايت په مركز مهترلام کې امنيتي ځواکونو او د غير قانوني مخابراتي خدمتونو د مخنيوي کمېسيون د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې هغه دوه پايې غير قانوني سيم باکسونه او نور تخنيکي وسايل له يو تورن كس سره ونيول، چې د ټيليفوني اړيکو له لارې يې په غير قانوني توګه پيسې ترلاسه کولې.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې نيول شوى كس د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
د سرچينې په وينا، دغه سيم باکسونه، چې هر يو يې د ۳۲ سيمکارتونو ظرفيت لري، په کې د افغان بېسيم مخابراتي شبکې له سيمکارتونو ګټه اخيستل کېده، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په اټکلي توګه د ورځې يې په غير قانوني ډول زرګونه ډالر ګټه درلوده. د لغمان ولايت په مركز مهترلام کې امنيتي ځواکونو او د غير قانوني مخابراتي خدمتونو د مخنيوي کمېسيون د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې هغه دوه پايې غير قانوني سيم باکسونه او نور تخنيکي وسايل له يو تورن كس سره ونيول، چې د ټيليفوني اړيکو له لارې يې په غير قانوني توګه پيسې ترلاسه کولې.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې نيول شوى كس د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
د سرچينې په وينا، دغه سيم باکسونه، چې هر يو يې د ۳۲ سيمکارتونو ظرفيت لري، په کې د افغان بېسيم مخابراتي شبکې له سيمکارتونو ګټه اخيستل کېده، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په اټکلي توګه د ورځې يې په غير قانوني ډول زرګونه ډالر ګټه درلوده.
سيم باکس هغه غير قانوني مخابراتي دستګاه ده، چې لسګونه زره ډالر قېمت لري او ټيليفوني اړيکې د انټرنېټ له لارې وصلوي او د مخابراتي کمپنيو فيس د هغو کسانو شخصي جېبونو ته ورځي، کوم چې دا ډول دستګاوې يې جوړې کړې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA