ads

چارواكي: د پكتيا عوايد ۳۶ فيصده لوړ شوي دي

د پکتيا د ولايتې ادارې، مستوفيت او ګمرک چارواکو په يوه ګډه خبري غونډه کې اعلان كړى چې د تېرو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د پکتيا عمومي عوايد يو ميليارد پينځه سوه او دوه پنځوس ميليونه افغانۍ لوړ شوي چې دا د تېرو کلونو په نسبت ٪۳۶ فيصده زياتوالی ښيي.د پکتیا د […]

نویسنده: The Killid Group
20 چنګاښ 1395
چارواكي: د پكتيا عوايد ۳۶ فيصده لوړ شوي دي

د پکتيا د ولايتې ادارې، مستوفيت او ګمرک چارواکو په يوه ګډه خبري غونډه کې اعلان كړى چې د تېرو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د پکتيا عمومي عوايد يو ميليارد پينځه سوه او دوه پنځوس ميليونه افغانۍ لوړ شوي چې دا د تېرو کلونو په نسبت ٪۳۶ فيصده زياتوالی ښيي.
د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل وویل، د ولایتي ادارې د څار او د عایداتي ادارو د شفافیت له امله په دغه ولایت کې عواید زیات شوي دي: (( په ۱۳۹۴ كال كې د پكتيا عمومي عوايد ۳۶ فيصده لوړ شوي دي، په دوهم قدم كې د ګمرك عوايد د تېرې جوزا په مياشت كې ۸۴ مليونه ۶۶۰ زره افغانۍ زيات شوي  وو، دا ۵۴ فيصده زياتوالى ښيي.)) د پکتيا د ولايتې ادارې، مستوفيت او ګمرک چارواکو په يوه ګډه خبري غونډه کې اعلان كړى چې د تېرو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د پکتيا عمومي عوايد يو ميليارد پينځه سوه او دوه پنځوس ميليونه افغانۍ لوړ شوي چې دا د تېرو کلونو په نسبت ٪۳۶ فيصده زياتوالی ښيي.
د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل وویل، د ولایتي ادارې د څار او د عایداتي ادارو د شفافیت له امله په دغه ولایت کې عواید زیات شوي دي: (( په ۱۳۹۴ كال كې د پكتيا عمومي عوايد ۳۶ فيصده لوړ شوي دي، په دوهم قدم كې د ګمرك عوايد د تېرې جوزا په مياشت كې ۸۴ مليونه ۶۶۰ زره افغانۍ زيات شوي  وو، دا ۵۴ فيصده زياتوالى ښيي.))
د پکتيا مستوفيت د عوايدو امر شمس الرحمان عارف وويل چې په دې کې پر ګمرک سربېره د نورو عايداتي رياستونو عوايد هم شامل دي.
د نوموړي په خبره چې د روان مالي کال په دويمه ربعه کې يې عوايد ۱۷٪ سلنه زيات شوي دي او دوی هڅه کوي چې د ولايت مقام په همکارۍ د وزارت له خوا ورکړل شوی هدف تر لاسه کړي.
د پکتيا ګمرک سرپرست مدير عبدالقهار وويل د ولايت مقام په بشپړې همکارۍ سره د ګمرک عوايد د تېرې جوزا په مياشت کې څلور اتيا ميليونه، شپږ سوه او شپېته زره افغانۍ لوړ شوي، چې ۵۴٪ سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړي له ماليې وزارت نه غوښتنه وکړه چې د ګردېز ـ پټان د لارې ټرانزيټ کولو ته پاملرنه وکړي چې ورسره به د پکتيا په عوايدو کې لار نور ډېرښت رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA