ads

په هندي كشمير كې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې، ۸ مړه

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوليسو سره د اعتراض کوونکو په نښتو کې ۸ تنه وژل شوي دي.اعتراض کوونکو پرون د کشميري مشر برهان واني د تدفين د مراسمو په مهال له پوليسو سره نښتې وکړې.سلګونو اعتراض کوونکو د پوليسو درېيو پوستو ته اور اچولى او د هندي کشمير مرکز سرينګر کې ګرځبنديز […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
په هندي كشمير كې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې، ۸ مړه

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوليسو سره د اعتراض کوونکو په نښتو کې ۸ تنه وژل شوي دي.
اعتراض کوونکو پرون د کشميري مشر برهان واني د تدفين د مراسمو په مهال له پوليسو سره نښتې وکړې.
سلګونو اعتراض کوونکو د پوليسو درېيو پوستو ته اور اچولى او د هندي کشمير مرکز سرينګر کې ګرځبنديز لګول شوى دى.
اعتراض کوونکي دعوه کوي، چې برهان واني د پوليسو له خوا وژل شوى، خو هندي حکومت د خلکو دغه ادعا رد کړې ده.
په ورته وخت کې هندي پوليسو ويلي، اعتراض کوونکو پر پوليسو بريد كړى، چې له كبله يې لسګونه پوليس ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA