ads

په سوريه کې د روسيې د يوې جنګي الوتكې سقوط، دوه پيلوټان مړه

رپوټونه وايي، په سوريه کې د روسيې يوې جنګي الوتكې سقوط کړى، چې له كبله يې دواړه پيلوټان وژل شوي دي.دا پېښه پرون ناوخته د سوريې په تدمر ښار کې رامنځته شوې ده.داعش وسله والو دعوه کړې، چې الوتکه د دوى ملګرو غورځولې ده.د روسيې د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، الوتکې يې […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
په سوريه کې د روسيې د يوې جنګي الوتكې سقوط، دوه پيلوټان مړه

رپوټونه وايي، په سوريه کې د روسيې يوې جنګي الوتكې سقوط کړى، چې له كبله يې دواړه پيلوټان وژل شوي دي.
دا پېښه پرون ناوخته د سوريې په تدمر ښار کې رامنځته شوې ده.
داعش وسله والو دعوه کړې، چې الوتکه د دوى ملګرو غورځولې ده.
د روسيې د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، الوتکې يې په سيمه کې د داعش پر مرکزونو هوايي بريدونه ترسره کول، چې ښايي د داعش په بريد کې يې سقوط کړى وي. رپوټونه وايي، په سوريه کې د روسيې يوې جنګي الوتكې سقوط کړى، چې له كبله يې دواړه پيلوټان وژل شوي دي.
دا پېښه پرون ناوخته د سوريې په تدمر ښار کې رامنځته شوې ده.
داعش وسله والو دعوه کړې، چې الوتکه د دوى ملګرو غورځولې ده.
د روسيې د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، الوتکې يې په سيمه کې د داعش پر مرکزونو هوايي بريدونه ترسره کول، چې ښايي د داعش په بريد کې يې سقوط کړى وي.
په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي، خو روسي چارواکو ويلي، چې د تدمر ښار پالميرا سيمه کې يې پر داعش وسله والو تازه هوايي بريدونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA