د امريكا د ۲۰۱۶ کال جمهوري رياست ټاكنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به له افغانستانه خپل پوځيان وباسي.
ټرمپ خپلو پلويانو ته د وينا په مهال وويل، نړيوال له افغانستان سره ميلياردونه ډالر مرستې کوي، خو په خبره يې سرتېري يې د افغانانو په لاس وژل کېږي.
نوموړي زياته كړه، چې د برياليتوب په صورت کې افغانستان ته کومه برنامه په نظر کې نه لري.
په داسې حال کې، چې د امريکا جمهوري رياست ټاکنو ته يوازې څو مياشتې پاتې دي، د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه تل ضد او نقيض څرګندونې کوي. د امريكا د ۲۰۱۶ کال جمهوري رياست ټاكنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به له افغانستانه خپل پوځيان وباسي.
ټرمپ خپلو پلويانو ته د وينا په مهال وويل، نړيوال له افغانستان سره ميلياردونه ډالر مرستې کوي، خو په خبره يې سرتېري يې د افغانانو په لاس وژل کېږي.
نوموړي زياته كړه، چې د برياليتوب په صورت کې افغانستان ته کومه برنامه په نظر کې نه لري.
په داسې حال کې، چې د امريکا جمهوري رياست ټاکنو ته يوازې څو مياشتې پاتې دي، د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه تل ضد او نقيض څرګندونې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، چې په افغانستان کې يې د محدود شمېر سرتېرو د ساتلو انتخاب غوره وګاڼه.
هغه وويل، دوى به په افغانستان کې له افغان حکومت سره مشارکت وکړي، په دغه هېواد كې به محدود شمېر سرتېري وساتي او د دې توان به ولري، د هغو کسانو خلاف، چې غواړي پر امريکا او ملګرو يې بريدونه وکړي، اقدامات وکړي.


