ads

ننګرهار كې پر داعش ډلې عمليات، ۱۲ مړه، ۲ ټپيان

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، کوټ او اچین ولسوالیو کې د څلورو بهرنیو وګړو په ګډون ۱۴ داعش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ګډو امنیتی ځواکونو د کوټ ولسوالی اړوند د لاغرجوی په سیمه کې د […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
ننګرهار كې پر داعش ډلې عمليات، ۱۲ مړه، ۲ ټپيان

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، کوټ او اچین ولسوالیو کې د څلورو بهرنیو وګړو په ګډون ۱۴ داعش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ګډو امنیتی ځواکونو د کوټ ولسوالی اړوند د لاغرجوی په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې په پټنځاینونو د توپچي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۷ تنه داعشیان وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي . د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، کوټ او اچین ولسوالیو کې د څلورو بهرنیو وګړو په ګډون ۱۴ داعش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ګډو امنیتی ځواکونو د کوټ ولسوالی اړوند د لاغرجوی په سیمه کې د داعش وسله والې ډلې په پټنځاینونو د توپچي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۷ تنه داعشیان وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي .
په خبرپاڼه کې دغه راز  راغلي چې د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د څلور بهرنیانو په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی یو میل دهشکه هم له منځه تللې ده .
په ترسره شويو هوایي او توپچي  بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA