ads

كندوز كې پر طالبانو د افغان ځواكونو توپچي بريد، ۲ مړه، ۶ ټپيان

د کندوز امنیتي چارواکي وایي، د ښار اړوند په واړه کنمو او غټو کنمو سيمه كې يې ۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اكبري کلید ته وویل، تېره شپه د واړه کنمو او غټو کنمو په سیمه […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
كندوز كې پر طالبانو د افغان ځواكونو توپچي بريد، ۲ مړه، ۶ ټپيان

د کندوز امنیتي چارواکي وایي، د ښار اړوند په واړه کنمو او غټو کنمو سيمه كې يې ۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اكبري کلید ته وویل، تېره شپه د واړه کنمو او غټو کنمو په سیمه کې وسله والو طالبانو په وران کاره عملونو لاس پورې کړى و چې د افغان ځواكونو د توپچې تر برید لاندې راغلي : (( په دې ترڅ کې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.))
محفوظ الله اكبري زیاته کړه، په ټپیانو كې د وسله والو طالبانو یو تن سرګروپ مولوي شمشاد هم شامل دی. د کندوز امنیتي چارواکي وایي، د ښار اړوند په واړه کنمو او غټو کنمو سيمه كې يې ۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اكبري کلید ته وویل، تېره شپه د واړه کنمو او غټو کنمو په سیمه کې وسله والو طالبانو په وران کاره عملونو لاس پورې کړى و چې د افغان ځواكونو د توپچې تر برید لاندې راغلي : (( په دې ترڅ کې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.))
محفوظ الله اكبري زیاته کړه، په ټپیانو كې د وسله والو طالبانو یو تن سرګروپ مولوي شمشاد هم شامل دی.
د کندوز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي بیا د کندوز ولایت امنیتي حالات د اندیښنې وړ بولي او وایي، افغان امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې د ښار اړونده سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
خو د کندوز ولایت امنیتي ځواکونه د کندوز امنیتي حالات د ډاډ وړ بولي او وایي، د دوی عملیات به د وسله والو طالبانو په وړاندې دوام ولري.
تر دې دمه د یادو عملیاتو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دې ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA