د کندهار ښاروالۍ مسولین وایي، د كندهار ښار د پاكوالي او چاپېريال ساتنې د ګړنديو هڅو په ترڅ كې يې په تېره يوه مياشت كې د ښار له ۱۵ ناحيو څخه ۱۳۵۶۸متره مکعب کثافات پر خپل وخت له ښاره دباندې انتقال كړي دي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند له کلید سره په خبرو کې وویل، د کندهار ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو د ښار په ځینو ناحیو کي د پاکوالي کمپاین ترسره کړی او د تېرې یوې میاشتې په جریان کې يې د ښار له بیلابیلو ناحیو څخه ۱۳۵۶۸ متره مکعبه کثافات ټول کړي او لرې پرتو سیمو ته یې انتقال کړي دي.
د زمري څرګند په وینا په تېره يوه مياشت كې یې د کثافاتو د انتقال تر څنګ هغه ویالې او د سړك د غاړې چرۍ هم پاکې کړي چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د کثافاتو په وجه ډکې شوې وې د کندهار ښاروالۍ مسولین وایي، د كندهار ښار د پاكوالي او چاپېريال ساتنې د ګړنديو هڅو په ترڅ كې يې په تېره يوه مياشت كې د ښار له ۱۵ ناحيو څخه ۱۳۵۶۸متره مکعب کثافات پر خپل وخت له ښاره دباندې انتقال كړي دي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند له کلید سره په خبرو کې وویل، د کندهار ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو د ښار په ځینو ناحیو کي د پاکوالي کمپاین ترسره کړی او د تېرې یوې میاشتې په جریان کې يې د ښار له بیلابیلو ناحیو څخه ۱۳۵۶۸ متره مکعبه کثافات ټول کړي او لرې پرتو سیمو ته یې انتقال کړي دي.
د زمري څرګند په وینا په تېره يوه مياشت كې یې د کثافاتو د انتقال تر څنګ هغه ویالې او د سړك د غاړې چرۍ هم پاکې کړي چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د کثافاتو په وجه ډکې شوې وې.
څرګند زياته كړه، د ښاروالۍ کاري پرسونل یې د نیکمرغه کوچني اختر لپاره پراخه اماده ګي درلوده چې د لويې عیدګاه ترڅنګ د ښار په میله ځایونو، پارکونو او عامه واټونو کي یي ګرځنده نوکریوالي ټیمونه په کار ګومارلي وو او کارونه یې پر وخت ترسره کول.
کندهار ښاروالي پر داسي مهال د کثافاتو د انتقال خبره کوي چې د ښاریانو په وینا په ځینو ناحیو کې کثافات په ځنډ سره انتقالېږي.


