ads

صديقي: د كابل پوليس، د ښځو پر مخونو د تېزاب پاشونكو په لټه كې دي

د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د درېيو ښځو پر مخونو د تېزاب پاشونكو د پېژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل كړې دي.د دې وزارت وياند صديقي صديقي نن سهار كليد ته وويل، د كابل پوليسو خپلو ټيمونو ته امر كړى، چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.صديقي زياته كړه، هغه كسان به […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
صديقي: د كابل پوليس، د ښځو پر مخونو د تېزاب پاشونكو په لټه كې دي

د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د درېيو ښځو پر مخونو د تېزاب پاشونكو د پېژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل كړې دي.
د دې وزارت وياند صديقي صديقي نن سهار كليد ته وويل، د كابل پوليسو خپلو ټيمونو ته امر كړى، چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.
صديقي زياته كړه، هغه كسان به وپېژندل، ونيول او له قانوني چلند سره مخ شي، چې د دغو ښځو پر مخونو يې تېزاب پاشلي دي: (( د كابل پوليس دا مسئله په جدي ډول بر رسي كوي، جنايي څانګه په دې برخه كې خورا فعاله ده، تر څو دا كسان دقيق كړي او تر قانوني څار لاندې يې ونيسي.))
پرون كليد افشا كړه، چې د كوچني اختر په دويمه ورځ نامعلومو كسانو په اريا ښارګوټي كې د درېيو ښځو پر مخونو تېزاب پاشلي دي.

د دې پېښې قربانيانې اوس مهال په استقلال روغتون كې تر درملنې لاندې دي، خو تراوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې او په تړاو يې هم څوك نه دي نيول شوي.
د ښځو د حقونو فعالانو د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده كړې او په دې باور دي، چې د افغان ښځو پر مخونو تېزاب پاشل فردي عمل نه دى، بلكې هغه كار دى، چې د مشخصو ډلو له لوري د افغان ښځو ترمنځ د وېرې او وحشت خپرولو په هدف ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA