ads

د كاپيسا امنيه قومندان: د وسله والو پر ضد عملياتو ته خپله ځم

د كاپيسا امنيه قومندان وايي، په دغه ولايت كې به د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره جدي هڅې وكړي او د ناامنۍ د هرې پېښې د مخنيوي او د وسله والو د ځپلو لپاره به د امنيتي ځواكونو د عملياتو په لومړي صف كې ګډون كوي. جنرال احمد فهيم قايم ويلي، په كاپيسا كې […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
د كاپيسا امنيه قومندان: د وسله والو پر ضد عملياتو ته خپله ځم

د كاپيسا امنيه قومندان وايي، په دغه ولايت كې به د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره جدي هڅې وكړي او د ناامنۍ د هرې پېښې د مخنيوي او د وسله والو د ځپلو لپاره به د امنيتي ځواكونو د عملياتو په لومړي صف كې ګډون كوي.
جنرال احمد فهيم قايم ويلي، په كاپيسا كې د امنيت ټينګښت يې لومړنى هدف دى او په دې برخه كې به د وسله والو، زورواكانو  او نامسووله وسله والو پر ضد جدي مبارزه كوي، تر څو د خلكو ژوند ته متوجه امنيتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.
قايم زياته كړه، د كاپيسا له امنيتي ځواكونو سره يې په ګډه يو هر اړخيز امنيتي پلان ترتيب كړى چې له بركته يې په روانه مياشت كې د كاپيسا ګڼې امنيتي ستونزې حل شوې دي. د كاپيسا امنيه قومندان وايي، په دغه ولايت كې به د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره جدي هڅې وكړي او د ناامنۍ د هرې پېښې د مخنيوي او د وسله والو د ځپلو لپاره به د امنيتي ځواكونو د عملياتو په لومړي صف كې ګډون كوي.
جنرال احمد فهيم قايم ويلي، په كاپيسا كې د امنيت ټينګښت يې لومړنى هدف دى او په دې برخه كې به د وسله والو، زورواكانو  او نامسووله وسله والو پر ضد جدي مبارزه كوي، تر څو د خلكو ژوند ته متوجه امنيتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.
قايم زياته كړه، د كاپيسا له امنيتي ځواكونو سره يې په ګډه يو هر اړخيز امنيتي پلان ترتيب كړى چې له بركته يې په روانه مياشت كې د كاپيسا ګڼې امنيتي ستونزې حل شوې دي.
امنيه قومندان زياته كړه، د امنيتي ستونزو د مخنيوي لپاره يې له ځايي سپين ږيرو او مشرانو سره هم خبرې پيل كړي او په دې سربېره غواړي چې د وسله والو پر ضد عملياتو كې پخپله لومړي خط كې برخه واخلي: (( خلك د امنيت تږي دي، دوى كه ډوډۍ ونه لري او اوبه ونه لري امنيت غواړي، موږ چې كومه خط مشي ځان لپاره ټاكلې، نو پر دې د عمل له لارې به ان شاالله امنيت راولو.))
د یادونې وړ ده چې د کاپیسا په اله سای، تګاب او د نجراب ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو او د کاپیسا په مرکز، اول كوهستان، دویم کوهستان او د کوهبند په ولسوالۍ کې ډیری اوسیدونکي د غېر مسوولو وسله والو او د غلو له فعالیت څخه سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA