ads

د تورپوستي افسر د وژل كېدوپه غبرګون لاريونونه له امريكا نه لندن ته ورسېدل

په امريکا کې د يو سپين پوستي پوليس افسر له لوري د تور پوستو امريکايانو د وژلو په غبرګون کې د اعتراضونو لړۍ لندن ته هم ورسېدله.بل خوا په نيويارک کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې يو شمېر کسان ټپيان شوي او ۷۴ اعتراض کوونکي نيول شوي دي.دغه راز د […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395
د تورپوستي افسر د وژل كېدوپه غبرګون لاريونونه له امريكا نه لندن ته ورسېدل

په امريکا کې د يو سپين پوستي پوليس افسر له لوري د تور پوستو امريکايانو د وژلو په غبرګون کې د اعتراضونو لړۍ لندن ته هم ورسېدله.
بل خوا په نيويارک کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې يو شمېر کسان ټپيان شوي او ۷۴ اعتراض کوونکي نيول شوي دي.
دغه راز د امريکا مني سوټا ايالت کې هم زرګونو اعتراض کوونکو د انصاف غوښتنه کوله.
په اريزونا ايالت کې بيا پوليسو پر لاريون كوونكو اوښکې بهوونکى ګاز استعمال کړى او د دغه ښار ټولې لويې لارې د اعتراض کوونکو له خوا تړل شوې دي.
په لندن کې هم زرګونو کسانو په امريکا کې د تور پوستو وژل غندلي او د عدالت غوښتنه يې كړې ده. په امريکا کې د يو سپين پوستي پوليس افسر له لوري د تور پوستو امريکايانو د وژلو په غبرګون کې د اعتراضونو لړۍ لندن ته هم ورسېدله.
بل خوا په نيويارک کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې يو شمېر کسان ټپيان شوي او ۷۴ اعتراض کوونکي نيول شوي دي.
دغه راز د امريکا مني سوټا ايالت کې هم زرګونو اعتراض کوونکو د انصاف غوښتنه کوله.
په اريزونا ايالت کې بيا پوليسو پر لاريون كوونكو اوښکې بهوونکى ګاز استعمال کړى او د دغه ښار ټولې لويې لارې د اعتراض کوونکو له خوا تړل شوې دي.
په لندن کې هم زرګونو کسانو په امريکا کې د تور پوستو وژل غندلي او د عدالت غوښتنه يې كړې ده.
دغه اعتراض کوونکو د لندن برکسټن په سړکونو کې اعتراضيه ناستې درلودې، چې ساعتونه، ساعتونه د لندن يو شمېر سړکونه د ټرافيکو پرمخ تړل شوي وو.
يادو اعتراضونو وروسته له هغې زور واخيست، چې په امريکا کې د سپين پوستو پوليسو له لوري يو شمېر تورپوستي امريکايان په نښه شول.
په تازه پېښه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ په ټکساس کې يو تورپوستي امريکايي پر پوليسو د ډزو په نتيجه کې د غچ اخيستنې په توګه پنځه افسران ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA