ads

جنرال عبدالرازق: پر كندهار د وسله والو بريدونه زيات شوي

د کندهار امنیتي چارواكي وايي، د دې ولايت په همسایه ولایتونو كې د ناامنيو له امله سږ کال د کندهار پر لویدیځو او شمالي ولسوالیو هم د وسله والو حملې زیاتې شوې دي. دغه ناامنۍ د کندهار په ميوند، ژړۍ غورک، خاکريز او شاولي کوټ ولسواليو كې زیاتي شوي دي.د کندهار امنیه قومندان لوي پاسوال […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1395

د کندهار امنیتي چارواكي وايي، د دې ولايت په همسایه ولایتونو كې د ناامنيو له امله سږ کال د کندهار پر لویدیځو او شمالي ولسوالیو هم د وسله والو حملې زیاتې شوې دي.
دغه ناامنۍ د کندهار په ميوند، ژړۍ غورک، خاکريز او شاولي کوټ ولسواليو كې زیاتي شوي دي.
د کندهار امنیه قومندان لوي پاسوال عبدالرازق وايي، د دغو ناامنيو د ځپلو لپاره يې د تېر کال په پرتله سږ کال د کندهار په هغه ولسوالیو كې امنیتي عملیات ډير کړي چې له همسایه ولایتونو سره سرحد لري. د کندهار امنیتي چارواكي وايي، د دې ولايت په همسایه ولایتونو كې د ناامنيو له امله سږ کال د کندهار پر لویدیځو او شمالي ولسوالیو هم د وسله والو حملې زیاتې شوې دي.
دغه ناامنۍ د کندهار په ميوند، ژړۍ غورک، خاکريز او شاولي کوټ ولسواليو كې زیاتي شوي دي.
د کندهار امنیه قومندان لوي پاسوال عبدالرازق وايي، د دغو ناامنيو د ځپلو لپاره يې د تېر کال په پرتله سږ کال د کندهار په هغه ولسوالیو كې امنیتي عملیات ډير کړي چې له همسایه ولایتونو سره سرحد لري.
د امنیه قومندان په خبره هغه ولسوالۍ چې د هلمند، اروزګان، زابل او ډيورنډ کرښې ته نږدې دي هره ورځ په کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه کېږي او په وینا يې دغلته په هرو دولسو ساعتونو کې يا خو امنيتي ځواکونه عمليات کوي يا هم د وسله والو د بريدونو پر مهال له هغوى سره په جنګ بوختېږي.
لوی پاسوال عبدالرازق وايي، وسله وال اوس ډېره هڅه کوي چې د شمالي او لويدیځو ولسوالیو له لارې د کندهار ښار ناامنه کړي خو په وینا يې امنیتي ځواکونو د وسله والو هر برید او هره هڅه شنډه کړې ده: (( تېر كال داسې و چې موږ په هلمند، زابل او ارزګان كې له دوى سره اخته وو، سږ كال تاسې وليدل چې د هلمند څلور پنځه ولسوالۍ سقوط شوې، اوس د هلمند ټول فوكس پر كندهار دى.))
امنیه قومندان زیاتوي، نه یوازې له ګاونډيو ولایتونو څخه را اوښتي وسله وال په شمالي او لویدیځو ولسوالیو كې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جنګ بوخت دي،  بلكې په وینا يي چي په ډیرو جنګونو كې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې وسله وال هم د دې جنګ رهبري کوي.
ده زياته کړه، په سويل کې د جګړې ټوله رهبري د  لشکر طيبه  او  القاعده براى اسيا  ډلې کوي چې سيمه ييز طالبان يې  یوازي لاس پوڅي دي: (( مشكلات د تېر كال په پرتله زيات دي، موږ خپل كوشش كوو چې د كندهار امنيت په سرحدونو كې راته خراب نه شي، دښمن هم كوشش كوي ځكه د ټولو ولايتونو تروريستان دلته راته راغلي تر څو كندهار كې مشكلات زيات كړي.))
جنرال رازق دغه راز وايي، وسله والو اوس مختلفې پرمختللې وسلې (سنايپر) هم  د پاکستان په مرسته تر لاسه کړې دي.
د ده په خبره، دغه وسله له دوربين سره يو ځاى له ٣٥ تر ٤٠ زره ډالرو پورې بيه لري چې د جګړې پر مهال يې پنجابيان ورته چلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA