د كوچني اختر په ورځو كې په هرات ولايت كې د ټرافيكي پېښو له كبله يو تن وژل شوى او له ۱۴۰ زيات نور ټپيان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې د دغو ټرافيكي پېښو ټپيان له هرات ښار او د دې ولايت له ولسواليو نه ياد روغتون ته ور وړل شوي دي. د كوچني اختر په ورځو كې په هرات ولايت كې د ټرافيكي پېښو له كبله يو تن وژل شوى او له ۱۴۰ زيات نور ټپيان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې د دغو ټرافيكي پېښو ټپيان له هرات ښار او د دې ولايت له ولسواليو نه ياد روغتون ته ور وړل شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي كليد ته وويل، چې د ټرافيكي پېښو ټپيان اوس مهال په دې روغتون كې تر درملنې لاندې دي او د ډېريو روغتيايي حالت ښه دى.
بې احتياطي، د موټر چلوونكو نه مسلكيتوب، د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او ځينې نور په افغانستان كې د ټرافيكي پېښو علتونه دي.


