د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد له كبله د درېيو قوماندانانو په ګډون ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه وسله وال پرون د اچين ولسوالۍ په کرکڼۍ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد له كبله وژل شوي دي.

سرچينه وايي، چې په دغه بريد کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ