ads

غزني كې د څو پېښو مخنيوى شوى

امنيتي سرچيني وايې، د غزني په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې دوه تنه ماين جوړوونکي نيولي، له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر سايکل او ۱۳ کړۍ ماينونه يې کشف او خنثى کړي دي. امنيتي سرچيني وايې، د غزني په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې له تېرو ۲۴ ساعتونو […]

نویسنده: TKG
19 چنګاښ 1395
غزني كې د څو پېښو مخنيوى شوى

امنيتي سرچيني وايې، د غزني په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې دوه تنه ماين جوړوونکي نيولي، له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر سايکل او ۱۳ کړۍ ماينونه يې کشف او خنثى کړي دي. امنيتي سرچيني وايې، د غزني په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې دوه تنه ماين جوړوونکي نيولي، له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر سايکل او ۱۳ کړۍ ماينونه يې کشف او خنثى کړي دي.
د غزني ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسوتېره ورځ ناوخته د دې ولايت د قره باغ ولسوالۍ له اړوندو څخه دوه تنه ماين جوړوونکي له دوه ميله ټي ټي تومانچو سره يوځاى نيولي دي.
خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
خبرپاڼه دغه راز کاږي، پوليسو تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په بازار (ميري) کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته نيږدې له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر سايکل کشف او وروسته خنثى کړى، چې په دې سره توانېدلي له يوې خونړۍ پېښې څخه مخنيوى وکړي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د غزني ولايت د مرکز اړوند د علي لالا په سيمه، د ګيلان، قره باغ او اندړو ولسواليو په اړوندو او د کابل – کندهار د لويې لارې په اوږدو كې ۱۳ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او خنثى کړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د دغو پېښوپه اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA