ads

صديقي: د اختر شپې ورځې له کومې امنيتي پېښې پرته تېرې شوې

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د كوچني اختر شپې ورځې له کومې امنيتي پېښې پرته په ښه توګه تېرې شوې.دا څرګندونې نن د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سيمه ييزو پوليسو له عمومي قوماندان سره يو ځاى په يو خبري کنفرانس کې وکړې.صديقي وويل، د اختر په درې واړو ورځو کې […]

نویسنده: TKG
19 چنګاښ 1395
صديقي: د اختر شپې ورځې له کومې امنيتي پېښې پرته تېرې شوې

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د كوچني اختر شپې ورځې له کومې امنيتي پېښې پرته په ښه توګه تېرې شوې.
دا څرګندونې نن د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سيمه ييزو پوليسو له عمومي قوماندان سره يو ځاى په يو خبري کنفرانس کې وکړې.
صديقي وويل، د اختر په درې واړو ورځو کې پوليسو خپله دنده په سمه توګه ترسره کړه، چې هېوادوالو وکولى شول په امنيتي فضا کې د اختر مراسم ترسره کړي. د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د كوچني اختر شپې ورځې له کومې امنيتي پېښې پرته په ښه توګه تېرې شوې.
دا څرګندونې نن د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سيمه ييزو پوليسو له عمومي قوماندان سره يو ځاى په يو خبري کنفرانس کې وکړې.
صديقي وويل، د اختر په درې واړو ورځو کې پوليسو خپله دنده په سمه توګه ترسره کړه، چې هېوادوالو وکولى شول په امنيتي فضا کې د اختر مراسم ترسره کړي.
په ورته وخت کې د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان پاسوال علي شاه احمدزي وويل، چې د پوليسو په چوکاټ کې سيمه ييزو پوليسو د لرې پرتو سيمو په امنيت کې رغنده رول لرلى دى.
هغه زياته کړه، د هېواد په ۶۸۰۰ کليو کې، چې د ۳۰ ولايتونو په ۱۸۹ ولسواليو کې موجود دي، سيمه ييز پوليس د امنيت په ساتلو کې برخه لري، چې ښې پايلې يې ورکړې دي.
احمدزي د سيمه ييزو پوليسو راتلونکې ستراتيژۍ په اړه وويل، چې تر دې وروسته به له طبيعي پېښو سره په مبارزه کې هم سيمه ييز پوليس ونډه اخلي.
د احمدزي په وينا، په يو شمېر ولايتونو کې متخلفه سيمه ييز پوليس د قانون منګولو ته سپارل شوي، خو په ټوله کې يې د سيمه ييزو پوليسو کړنې د قناعت وړ وبللې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA