ads

د ننګرهار له محبسه ۹۰ بنديان خوشې شول

د جمهور رئيس د دوو فرمانونو پر اساس د ننګرهار عمومي محبس څخه د دوو مېرمنو په ګډون ۹۰ تنه بنديان خوشې شول.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه بنديان د جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوو ځانګړو فرمانونو له مخې، چې يو يې پنځه شپېتمه ګڼه د وري د لومړۍ نېټې په […]

نویسنده: TKG
19 چنګاښ 1395
د ننګرهار له محبسه ۹۰ بنديان خوشې شول

د جمهور رئيس د دوو فرمانونو پر اساس د ننګرهار عمومي محبس څخه د دوو مېرمنو په ګډون ۹۰ تنه بنديان خوشې شول.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه بنديان د جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوو ځانګړو فرمانونو له مخې، چې يو يې پنځه شپېتمه ګڼه د وري د لومړۍ نېټې په مناسبت او بل يې د غويي د اتمې نېټې د مجاهدينو د بري ورځې په وياړ صادر شوي وو، د ننګرهار له عمومي محبس څخه خوشې شول. د جمهور رئيس د دوو فرمانونو پر اساس د ننګرهار عمومي محبس څخه د دوو مېرمنو په ګډون ۹۰ تنه بنديان خوشې شول.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه بنديان د جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوو ځانګړو فرمانونو له مخې، چې يو يې پنځه شپېتمه ګڼه د وري د لومړۍ نېټې په مناسبت او بل يې د غويي د اتمې نېټې د مجاهدينو د بري ورځې په وياړ صادر شوي وو، د ننګرهار له عمومي محبس څخه خوشې شول.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار استيناف څارنوالۍ د مرستيال سيد شريف نيازي له قوله ويل شوي، چې محبس د غچ اخيستلو ځاى نه دى، بلکې د اصلاح يوازينى مرکز دى او له خوشې شوو بنديانو يې غوښتنه وکړه، چې د بيا ځلي جرم له کولو دې ځانونه وساتي.
د ننګرهار عمومي محبس د چارواکو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه زندان کې د ۱۵ ښځينه بنديانو په ګډون ۱۶۱۰ تنه بنديان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA