د اذربايجان جمهور رئيس الهام علي اوف وايي، که د ملي يووالي حکومت ورسره د پنبې د توليد زياتوالي په هدف د کرنيزې ځمکې په برخه کې همکاري وکړي، نو په افغانستان کې به هر هکټار کرنيزه ځمکه حد اقل څلورو تنو ته د کار اسانتيا برابره کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون د پولنډ پايتخت وارسا كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې. د اذربايجان جمهور رئيس الهام علي اوف وايي، که د ملي يووالي حکومت ورسره د پنبې د توليد زياتوالي په هدف د کرنيزې ځمکې په برخه کې همکاري وکړي، نو په افغانستان کې به هر هکټار کرنيزه ځمکه حد اقل څلورو تنو ته د کار اسانتيا برابره کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون د پولنډ پايتخت وارسا كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني په افغانستان کې د پانګونې زياتو فرصتونو ته په اشارې د اذربايجان جمهور رئيس د سيمنټو، کرنيزو محصولاتو او پنبې د توليد په برخو کې له افغانستان سره په ګډه پانګونې ته وهڅاوه.
هغه وويل، د هرات په ګډون د افغانستان اکثره ولايتونه د پنبې توليد لپاره مناسب دي او دا هېواد د کال ۲۵۰ زره ټنه پنبه توليدوي.
د اذربايجان جمهور رئيس الهام علي اوف وويل، په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد د اقتصاد وزارت پلاوى افغانستان ته سفر وکړي او له افغان لوري سره له بحث او مشورو وروسته به په افغانستان کې د سيمنټو، کرنيزو محصولاتو او پنبې توليداتو د زياتوالي په هدف په يادو برخو کې د پانګونې لپاره عملي پلان جوړ کړي.


