د امريکا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، د دغه هېواد د سياسي او نظامي مسوولينو د ارزونو او د افغانستان خلکو او دولت ته د تعهد په اساس يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د مودې د تمديد تصميم نيولى دى.
نوموړي دا څرګندونې په پولنډ كې د وارسا ناستې په څنډه کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې. د امريکا جمهور رئيس بارك اوباما وايي، د دغه هېواد د سياسي او نظامي مسوولينو د ارزونو او د افغانستان خلکو او دولت ته د تعهد په اساس يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د مودې د تمديد تصميم نيولى دى.
نوموړي دا څرګندونې په پولنډ كې د وارسا ناستې په څنډه کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس اوباما د افغانستان د خلکو لپاره د ملي يووالي حکومت د واضح تعهد او ليدلوري لرلو ستاينه وکړه.
هغه زياته کړه، د افغان حکومت تعهد او څرګند ليدلوري د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ ته هڅولى دى.
نوموړي د ملي يووالي حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او وې ويل، دوى او نړۍ له افغانستان سره دي او د نړيوالو همکارانو په توګه به يې ترڅنګ اوسي.
جمهور رئيس غني له افغانستان څخه د امريکا دولت او خلکو د ملاتړ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو په اړه د جمهور رئيس اوباما د وروستي تصميم له كبله مننه وکړه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو او همکاريو د پراختيا، امنيتي مسايلو او همدارنګه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په هکله بحث او خبرې وکړې.


