د كندهار په خاكرېز ولسوالۍ كې د دولت ۲۵ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې تصفيوي عمليات ترسره کړي دي.
د كندهار په خاكرېز ولسوالۍ كې د دولت ۲۵ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې تصفيوي عمليات ترسره کړي دي.
د خپلواک په وينا، په دې عملياتو کې ۲۵ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۲ نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې د وسله والو سيمه ييز قوماندانان وو.
د والي وياند وايي، چې د يادو عملياتو په مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ