د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ كې د چسپكي ماين چاودنې يو ديني عالم وژلى دى. د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په ۲۸مه وياله سيمه كې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ كې د چسپكي ماين چاودنې يو ديني عالم وژلى دى.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په ۲۸مه وياله سيمه كې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، ديني عالم مولوي محمد شفيق د مومندرې ولسوالۍ باسول سيمې ته روان وو، چې په موټر پورې يې نښلول شوي چسپکي ماين چاودنه وکړه.
سرچينه زياتوي، چې دغه ديني عالم له دولت سره هېڅ ډول دنده او اړيکه نه درلوده.
د ننګرهار والي سليم کندوزي د ياد ديني عالم په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې د هېواد د ثبات، سولې او امن دښمنانو تل د ملکي وګړو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په وژنې سره خپلې شومې کړنې ترسره کړې دي.
د يادونې وړده، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ديني عالمانو او ملا امامانو د وژنې پېښې زياتې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


