ads

د اختر لمونځ په ډا‌ډمنه فضا کې ترسره شو

د هېواد په ټولو ولايتونو كې د کوچني اختر لمونځ د امن په فضا کې ترسره شو. جمهور رئيس محمد اشرف غني د کابينې او ملي شورا د غړو په ګډون د اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ. ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر له لمانځه وروسته هېواد ته د ارامۍ، […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1395
د اختر لمونځ په ډا‌ډمنه فضا کې ترسره شو

د هېواد په ټولو ولايتونو كې د کوچني اختر لمونځ د امن په فضا کې ترسره شو. جمهور رئيس محمد اشرف غني د کابينې او ملي شورا د غړو په ګډون د اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ. ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر له لمانځه وروسته هېواد ته د ارامۍ، ثبات او سولې راتلو دعاوې وکړې.

د هېواد په ټولو ولايتونو كې د کوچني اختر لمونځ د امن په فضا کې ترسره شو.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د کابينې او ملي شورا د غړو په ګډون د اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ. ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر له لمانځه وروسته هېواد ته د ارامۍ، ثبات او سولې راتلو دعاوې وکړې.
د ننګرهار د والي وياند عطاء لله خوګياڼي کليد ته وويل، چې د والي سليم کندوزي په مشرۍ د ولايت يو شمېر ملکي او نظامي چارواکو د اختر لمونځ په کوټ ولسوالۍ كې له جګړه ځپلو خلکو او هلته له مېشتو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى ادا کړ.
د هغه په وينا، له والي سره په دغه سفر کې امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس، د ملي اردو قوماندان او يو شمېر نور چارواکي ملګري وو.
خوګياڼى وايي، چې په ښار او ولسواليو کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او تراوسه هېڅ کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
په ورته وخت كې د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالغني عمرزاد كليد ته وويل، چې د اختر لمونځ د دې ولايت په مركز او ولسواليو كې له امنيتي ستونزې پرته ترسره شو.
هغه له خلكو وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت كې له امنيتي ځواكونو سره همكاري وكړي.
چارواکي په داسې حال کې د اختر لمونځ د ښه ترسراوي خبره کوي، چې په تېرو کلونو کې په ځينو ولايتونو کې د ناامنۍ يو شمېر پېښې رامنځته شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA