ads

درې تنه داعش وسله وال ونيول شول

امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت كې د يو لړ پلټنو په مهال درې داعش وسله وال نيولي دي. د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، امنيتي ځواکونو پرون د بهسودو ولسوالۍ په هډې فارم سيمه کې درې داعش وسله وال په داسې حال کې نيولي، […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1395

امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت كې د يو لړ پلټنو په مهال درې داعش وسله وال نيولي دي. د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، امنيتي ځواکونو پرون د بهسودو ولسوالۍ په هډې فارم سيمه کې درې داعش وسله وال په داسې حال کې نيولي، چې خپل يو ټپي ملګرى يې ښار ته انتقالوه.

امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت كې د يو لړ پلټنو په مهال درې داعش وسله وال نيولي دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، امنيتي ځواکونو پرون د بهسودو ولسوالۍ په هډې فارم سيمه کې درې داعش وسله وال په داسې حال کې نيولي، چې خپل يو ټپي ملګرى يې ښار ته انتقالوه.

د سرچينې په وينا، نيول شوي کسان دوه د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ټپي کس يې د تخار ولايت دى.

سرچينه زياتوي، چې دغو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA