ads

حيات: د ۴۰۰ پوليسو خيالي تشکيلات مې له منځه وړي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې په نظامي برخه کې يې ژور بدلون رامنځته کړى دى. د نوموړي په وينا، د خپل ماموريت په دوه مياشتنۍ موده كې توانېدلى، د ۴۰۰ پوليسو هغه خيالي تشکيلات له منځه يوسي، چې هېڅ يې په هلمند ولايت كې شتون نه درلود. د هلمند والي حيات الله […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1395
حيات: د ۴۰۰ پوليسو خيالي تشکيلات مې له منځه وړي

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې په نظامي برخه کې يې ژور بدلون رامنځته کړى دى. د نوموړي په وينا، د خپل ماموريت په دوه مياشتنۍ موده كې توانېدلى، د ۴۰۰ پوليسو هغه خيالي تشکيلات له منځه يوسي، چې هېڅ يې په هلمند ولايت كې شتون نه درلود.

د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې په نظامي برخه کې يې ژور بدلون رامنځته کړى دى.

د نوموړي په وينا، د خپل ماموريت په دوه مياشتنۍ موده كې توانېدلى، د ۴۰۰ پوليسو هغه خيالي تشکيلات له منځه يوسي، چې هېڅ يې په هلمند ولايت كې شتون نه درلود.

هغه دا څرګندونې نن د اختر له لمانځه وروسته وكړې او ويې ويل، د دوو میاشتو په موده کې د مرکزي حکومت په همکارۍ توانېدلى، چې د ټولو نظامي ارګانونو ترمنځ پوره همغږي رامنځته كړي.

حيات زياتوي، هغه ستونزې يې هم له منځه وړي، چې په هلمند ولایت کې د پولیسو او نورو امنيتي ځواكونو ترمنځ موجوې وې.

د هلمند والي وايي، له څه مودې راهيسې، چې په دې ولایت کې د خنجر ۰۱۳ په نوم عملیات پیل شوي، ښې لاسته راوړنې لري.

د نوموړي په خبره، دا عملیات په درېیو برخو وېشل شوي دي، چې اوس یې دوى په لومړۍ برخه کې دي او پلان لري، چې د دې عملیاتو لړۍ د ولایت شمالي ولسوالیو ته هم وغځول شي.

حيات له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وكړه، چې نور جګړې ته د نه ځواب ووایي، له ورور وژنې څخه لاس واخلي او د هېواد په جوړولو او ابادولو کې له خپلو وروڼو سره په ګډه کار وکړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA