ads

جمهور رئيس غني د حكومت مخالفو سياسي جريانونو ته خبردارى وركړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني خبردارى وركړ، هغه كسان او سياسي جريانونه به له منځه ولاړ شي، كوم چې په هېواد كې د نظام د تخريبولو هڅې كوي.نوموړي نن په ارګ كې د كوچني اختر د لمانځه له ادا كولو وروسته وويل، چې د هېواد امنيتي ځواكونه د هر ډول كورني او بهرني ګواښ د […]

نویسنده: TKG
16 چنګاښ 1395
جمهور رئيس غني د حكومت مخالفو سياسي جريانونو ته خبردارى وركړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني خبردارى وركړ، هغه كسان او سياسي جريانونه به له منځه ولاړ شي، كوم چې په هېواد كې د نظام د تخريبولو هڅې كوي.
نوموړي نن په ارګ كې د كوچني اختر د لمانځه له ادا كولو وروسته وويل، چې د هېواد امنيتي ځواكونه د هر ډول كورني او بهرني ګواښ د دفع كولو توان لري او هېڅكله به د هېواد د نابودۍ لپاره د دښمنانو هڅې بريالۍ نه شي.

بل خوا جمهور رئيس غني د هغو سياسي جريانونو په اړه، چې په هېواد كې د اپوزيسيون له ادرسه د دولت پر سياستونو نيوكې كوي وويل، چې بايد د نظام د له منځه وړلو او كمزوري كولو فكر له سره لرې كړي او په وينا يې، هر چا چې د نظام لپاره څاه كيندلې، خپله په كې لوېدلى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې يو شمېر سياسي جريانونه له راتلونكې وږي مياشتې وروسته د ملي يووالي حكومت كار غير قانوني بولي.
د حراست او ثبات شورا د سياسي كمېټې رئيس محمد عمر داودزي څو ورځې وړاندې وويل، چې تر راتلونكو دوو مياشتو پورې به د ملي يووالي حكومت مشروعيت له منځه ولاړ شي او په خبره يې، د حكومت مشران بايد د سياسي هوكړه ليك له مخې د اساسي قانون لويې جرګې جوړولو لپاره جدي هڅې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA